فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې له چیک جمهوریت سره سیالي برابره کړه 

د افغانستان د فوټبال لوبډلې یو لوبغاړی

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې نن خپله لومړۍ سیالۍ د چک جمهوریت پر وړاندې څلور د څلور پر وړاندې مساوي کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې یاده سیالي د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې دواړو لوبډلو څلور، څلور ګولونه ووهل.

د یاد فدراسیون په خبر کې راغلي دي چې افغانستان به په ب ګروپ کې خپله دویمه سیالي د موزمبیق پر وړاندې ترسره کړي.

د لویو وچو دغه سیالۍ به د اګست تر ۱۳مې نیټې دوام وکړي.

باید وویل شي چې افغانستان یوه اونۍ وړاندې د مرکزي اسیا په اتلوليو کې دویم مقام ګټلی و.