د افغانستان فوټسال لوبډله د چک جمهوریت له لوبډلې سره سیالي کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال سیالیو په لړۍ کې خپل لومړنۍ لوبه نن د چک جمهوریت له لوبډلې سره وکړي.

نننۍ لوبه به د کابل په وخت د ماسښین په دوه نیمو بجو د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شي.

د فوټسال کانټیننټال لوبلړۍ د اګست له اوومې د همدې میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام کوي.

دې لوبلړۍ ته افغانستان وروسته له هغه غوره شو چې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې یې دویم ځای خپل کړ.

افغان لوبډله په ب ګروپ کې لوبې کوي او له چک جمهوریت وروسته به له موزمبیق سره خپله دوهمه وکړي.