مجاهد: له طالبانو سره د امریکایانو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي بندیان دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت تایید کړې چې د امریکايانو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي د امنیت په ګډون په بېلابېلو تورونو له دوی سره بندیان دي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د دې بهرنیو وګړو د برخلیک په اړه پرېکړه به د طالبانو سرپرست حکومت وروسته له هغه وکړي چې د هغو د قضیو په اړه تحقیقات پای ته ورسېږي.

مجاهد د تورنو بهرنیو وګړو شمېر ونه ښوده، خو زیاته یې کړه چې دا کسان به په هغه صورت کې چې جرم ونه لري، خوشې شي.