په خوست کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي

په خوست کې مسموم شوي کسان.

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې پرون شاوخوا دوه سوه کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شول.

له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، دا پېښه په الګډه سټکیو سیمه کې شوې او مسموم شوي کسان د ځاځي میدان، باک، صبریو او خوست روغتونونو ته وړل شوي دي.

تراوسه پورې ډاکترانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان د ډوډۍ په خوړولو ولې مسموم شوي، خو وايي چې د ناروغانو وضعیت په ښه کېدو دی او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نه دی.

د ځاځي میدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ویندوی مستغفر ګوربز ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.