روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې روزونکی شو

روح الله نکېپا، یوازېنی افغان لوبغاړی چې د المپیک مډال یې ګټلی

د افغانستان یوازېنی د المپیک مډال ګټونکی روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.

د نیوزیلنډ تکواندو فدراسیون وايي، چې ښاغلی نېکپا به د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو ته د ټیم د چمتووالي لپاره سمدستي خپل کار پیل کړي.

نېکپا هم په خپل فیسبوک کې دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره کار کولو ته لیواله دی.

روح الله نېکپا د افغانستان لپاره په نړیوالو سیالیو کې د المپیک د برنزو دوه مډالونه او څو نور مډالونه ګټلي دي.