د سلواکیا ولسمشرې خپلو ۹ هېوادوالو ته د اوکراین پوځ کې د شاملیدو اجازه ورکړه

د سلواکیا ولسمشره زوزانا چاپوتووا

د سلواکیا ولسمشرې زوزانا چاپوتووا د خپل هېواد نهو وګړو ته اجازه ورکړه، چې اوکراین په وسلوالو ځواکونو کې خدمت وکړي.

اوکراین د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې د روسیې د یرغل په وړاندې مقابله کوي.

د سلواکیا رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی، چې ولسمشرې چاپوتووا پر ۳۵ درخواستونو غور وکړ او له ډلې یې ۹ درخواستونه تصویب کړل.

دا چې پاتې غوښتنلیکونه ولې رد او ۹ یې تصویب شوي، وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې چک جمهوریت هم راپور ورکړ، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله یې د خپل هېواد ۱۴۶ وګړو ته اجازه ورکړې چې د اوکراین په وسلوالو ځواکونو کې خدمت وکړي.