د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی لسګونو روغتیايي کارکوونکو ته په اضطراري حالاتو کې د زیانګالو خلکو د رواني ملاتړ په باب روزنیز ورکشاپ جوړ کړی دی.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ویډیو کې ویلي، د ۲۵ ښځو په ګډون ۴۷ روغتیايي کارکوونکو د روغتیا نړیوال سازمان په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ، څو د هغو کسانو رواني ملاتړ وکړي، چې په نامساعدو شرایطو کې ژوند کوي.
د دغې ادارې په وینا هغه کسان چې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، د رواني ستونزو له خطر سره زیات مخامخ دي او د رواني روغتیا د بهترۍ لپاره د روغتیايي کارکوونکو روزنه حیاتي اهمیت لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د دوو کلونو مخکې یوې څېړنې له مخې، په افغانستان کې نیمايي وګړي د بېلابېلو ستونزو له کبله له رواني فشارونو کړېږي.