له تېرې شپه وروسته؛ نن بیا کابل او ور څېرمه ولایتونو کې زلزله شوې ده

کابل په نقشه کې

کابل په نقشه کې

نن یو وار بیا کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې د نسبتاً شدیدې زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

تېره شپه هم د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول.

په دې زلزله کې هم چې د شپې پر ۸ بجو او ۳۰ دقیقې وشوه، د مالي او ځاني زیانونه راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د جیولوژیکې سروې ادارې ویلي چې د تېرې شپې زلزله د ریښتر په مقیاس پنځه اعشاریه اته درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.

د دې ادارې په خبره، د زلزلې ټکانونه د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوي دي.