تازه: د افغانستان په یو شمېر سیمو کې زلزله شوې ده

د کابل ښار یوه څنډه

د کابل په ګډون د افغانستان له یو شمېر سیمو څخه د زلزلې خبر ورکړل شوی.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې دغه زلزله زوروره نه وه.

سرچینې د زلزلې وخت د کابل په ساعت د شپې اته نېمې بجې شاوخوا ښودلې ده.

په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم دغه زلزله محسوسه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې زلزله نسبتاً چټکه وه.

سرچینه زیاتوي، چې تراوسه د دغې زلزلې د کوم ځاني یا مالي زیان معلومات نشته.

په لغمان او کونړ کې هم یو شمېر سرچینو د زلزلې د محسوسیدو تایید کړی.

د افغانستان په سویل ختیزو ولایتونو خوست او پکتیا کې هم د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکو د زلزلې خبر تایید کړی، خو ویلي، چې چټکه نه وه.

د زلزلې پېژندنې ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.