د سوریې ادلب کې د روسي الوتکې برید؛ ۳ ملکیان وژل شوي

د روسیې یوه جنګي الوتکه د سوریې په فضا کې - ارشیف

د سوريې په شمال لویدیځ ادلب ښار کې نن سهار د روسیې د جنګي الوتکو په برید کې درې ملکي وګري وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر اساس، دا خبره د سوریي د بشري حقونو د څار سازمان کړې ده.

دې سازمان زیاته کړې، د روسیې د نن سهار برید د ادلب په لویدیځ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د سوریې د بشر ي حقونو نظارت کوونکې ډلې ویلي، په سیمه کې يې کاري ټیمونه د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.