ډبلیو ایف پي: څه باندې ۵ میلیون افغانانو سره مو نقدي مرستې کړي

د خوړو د نړیوال سازمان لوګو

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي روان میلادي کال تر پنځو میلیونو او ۷۰۰زره ډېرو افغانانو د دغې ادارې له طریقه نقدې پیسې یا هم کوپونونه ترلاسه کړي دي.

دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د اضطراري غبرګون مرکزي صندوق، د فرانسې او جاپان د بهرنیو چارو وزارتونو په سخاوتمندانه ملاتړ وېشل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي هدف دا دی چې د مرستو ترلاسه کوونکي خپله د شیانو پر رانیولو کنټرول ولري، بله دا چې د خوړو د مرستو اړتیا کمه شي او درېیمه دا چې محلي اقتصاد ورسره پیاوړی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال اجرائیه مشر کارل سکاو د زمري میاشتې پر شپږمه نېټه یوې خبرې غونډې ته ویلي وو، چې په افغانستان کې د روان کال په مارچ میاشت کې دغه اداره مجبوره شوه چې د بېړنیو مرستې کچه له ۵۷ سلنې ۵۰ سلنې ته راښکته کړي.