د سالنګ لارې تړل کېدل؛ مسافرو ته ۲ نورې لارې وړاندیز شوې

د سالنګ لویې لارې د بیارغونې یوه برخه

د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لاره سر له ننه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست خبر ورکړ، چې دا لاره به یوازې د شپې په مخه په نوبت د باربري موټرو لپاره پرانیستې وي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویلي دي، چې مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې له شماله جنوب او له جنوبه شمال ته تګ راتګ کوي.

وېل کیږي، چې دا لویه لاره ممکن تر درېیو میاشتو پورې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بنده وي.