د روسیې د حکومت سیاسي مخالف 'الکسي ناوالني' په ۱۹ کاله بند محکوم شو

ناوالني چې په زندان کې خپل نهه کلن بند تېروي، نن په ۱۹ کلونو بند محکوم شو.

په مسکو کې یوې محکمې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني په ۱۹ کاله بند محکوم کړ.

ناوالني، چې په زندان کې خپل نهه کلن بند تېروي، نن په ۱۹ کلونو بند محکوم شو.

۴۷ کلن ناوالني چې د روسیې د حکومت سیاسي مخالف دی، په اختلاس، په ټولنه کې د افراطیت په خپرولو او په نورو خطرناکو عملونو تورن شوی دی.

ناوالني ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې دا تورونه سیاسي انګېزه لري.

دا لا څرګنده نه ده چې د ناوالني نوې سزا به د هغه پخوانۍ سزا ته اضافه شوي وي او که هغه په ټوله کې له ۱۹ کاله بند سزا سره مخ شوی دی.

دی د ځانکړي رژیم په نوم په سزا محکوم شوی او دا اصطلاح د زندان هغه سیستم ته کارول کېږي چې کلک امنیتي تدابیر ولري، بندیان په کې په بېلابېلو کوټو کې چې په کړکیو کې اضافي فلزي برخي لري ساتل کېږي او بندیانو ته په کې اجازه نه وي چې د کوټې له ساتونکي سره خبرې وکړي او بندې په کوټه کې د بندي لاسونه تړلي وي.

دا ډول بندیان تر لسو کالو پورې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره د لیدنې حق نه لري.

د اورپايي ټولنې د شورا مشر، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو لوی کمېشنر د مسکو له خوا د ناوالني محکمول غندلي دي.