په تور سمندرګي کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه اډه حمله شوې

د روسیې پر هوايي اډې د حملې یو انځور

د روسیې دفاع وزارت نن سهار ویلي چې د سمندري ځواک دوو بې‌پیلوټه الوتکو د تور سمندرګي په نوفو رو سېسک کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه اډه حمله کړې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بې چلوونکو کښتیو د روسیې له هغو بېړیو چې د سمندري ځواکونو د اډې ساتنه کوي، دغه بې پېلوټه الوتکې کشف او ویجاړې کړې.

تر دې مخکې د ټلګرام په کانال کې په سمندرګي کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي وو.

د روسیې ریا نووستي اژانس د کراسنودر سیمې د والي وینیامین کوندراتییف په حواله راپور ورکړی و چې ویلي یې دي، په دې حمله کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

دغه معلومات د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوي نه دي.