د کسبونو زده کولو برخه کې له څه باندې ۵۰۰ زره افغانانو سره مرسته شوې

د خوړو نړیوال پروګرام نن جمعه په خپل ټویټر کې د بادغیس د اوسېدونکې لیلا څرګندونې خپرې کړي چې وايي، د خیاطۍ د مهارت په زده کولو سره توانېدلې د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې له څه باندې پنځه سوه زره کسانو سره مرسته کړې چې د کسبونو په زده کولو سره په خپلو پښو ودرېږي.

دغې ادارې نن جمعه په خپل ټویټر کې د بادغیس د اوسېدونکې لیلا څرګندونې خپرې کړي چې وايي، د خیاطۍ د مهارت په زده کولو سره توانېدلې د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي چې د نویو کسبونو زده کول له ښځو سره مرسته کوي چې پیسې وګټي.

څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په اکثرو دولتي ادارو کې ښځې له کاره منع شوي، په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګول شوی، ګڼې کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي شکایت لري، د نفقې برابرولو ته حیرانه دي.