زیلینسکي: اوکراین بې رحمه جګړې سره مخ دی، خو اخر یې هم ګټي

ولسمشر زیلینسکي د اوکراین له لوړپوړو پوځي مشرانو سره

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د ده د هېواد ځواکونه که څه هم د روسیې پرضد له بېرحمانه جګړې سره مخامخ دي، خو دی زیاتوي چې اوکراین به بالاخره بریالی کېږي.

ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه، چې روسي ځواکونه چې هرڅه کوي، خو په روانه جګړه کې اوکرایني ځواکونه مخکې دي.

د اوکراین د وسله وال پوځ ستر درستیز بیګا راپور ورکړ، چې د جبهې په لومړۍ کرښه کې یې دېرش نښتې ثبت کړې دي.

د پوځ په بیان کې راغلي، چې د اوکراین پوځ د ختیځ بخموت ښار په شاوخوا کې د ایوانوفسکي ښار په جنوب او جنوب ختیځ کې د روسیې حملې په شا تمبولي دي.

بیان زیاتوي، چې د اوکراین پوځ همداراز په دې سیمه کې پر دریو سیمو هوايي حملې او پر پنځلسو سیمو توغندویې بریدونه ثبت کړي دي.

د بیان له مخې، روسي ځواکونو پر اویدیفکا ښار او د دونېڅک سیمې په پېروو مایسک سیمو هم هوايي حملې او بې نتیجې ځمکنۍ حملې کړي.