د پولنډ خبرداری؛ واګنر ملېشې د ناټو ختیزې څنډې بې ثباته کوي

د پولنډ صدراعظم او د لیتوانیا ولسمشر د وروستۍ لیدنې پر مهال

پولنډ خبرداری ورکړی چې په بېلاروس کې د روسیې د واګنر ملېشو د ځای پرځای کولو هدف، په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه روانه ده د ناټو د ختیځې څنډې بې ثباته کول دي.

د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویڅکي پرون- د اګست ۳مه د لیتوانیا له ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا سره تر کتنې وروسته وویل، د ناټو غړي باید خپل پام زیات کړي، ځکه د ده په وینا د خطرونو احتمال ډېر دی.

دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې د بیلاروس دوه پوځي هیلیکوپټرې په سرحد کې د روزنیزو تطبیقاتو پرمهال د لنډ وخت لپاره د پولنډ فضايي قلمرو ته ننوتلې.

د بېلاروس دفاع وزارت دا رد کړه چې ګنې الوتکې یې د پولنډ قلمرو ته ننوتې دي او پر وارسا یې تور ولګاوه چې جعلي تورونه لګوي.