د خوړو نړیوال پروګرام: له ۴میلیون زیاتو افغانانو ته مو خوارځواکۍ سره د مقابلې مرستې وېشلي

کندهار کې هم د خوارځواکۍ پېښې په ډېرېدو دي - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې د روان میلادي کال له پیله د دې ادارې په مرسته په افغانستان کې څه باندې څلور میلیون ماشومانو او ښځو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه ویشل شوي دي.

د ملګروملتونو دې اړوند سازمان پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې اوس مهال له درې میلیون زیات افغانان په خوارځواکۍ اخته دي.

له دې مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتو د مرستې صندوق یونیسیف ویلي و، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ۲۷۳ زره ماشومانو د درملنې په چاره کې یې مرسته کړې ده.

یونیسیف همداراز ویلي، چې یوازې په مې میاشت کې یې په خوارځواکۍ د اخته نژدې ۶۰ زره ماشومانو درملنه کړې ده.