د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د سېلابونو د راوتلو له امله تر دې دمه لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي او تر ۲۶ ډېر نور لادرکه شوي دي.
په بیجنګ کې د وروستیو ورځو سخت بارانونه د اندازې له پلوه په ۱۴۰ کلونو کې په دغه ښار کې تر ټولو زیات ورښت بلل شوی دی.
د پېکېنګ د هوا پېژندنې ادارې د اعلان پر اساس، د شنبې له ورځې تر پرون سهاره پورې په دغه ښار کې تر ۷۴۴ میلي متره زیات باران اورېدلی دی.