پاکستان: تېره میاشت د بلوچستان د ژوب پر پوځي فرقې برید افغان ترهګرو کړی و

ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره میاشت د بلوچستان ایالت د ژوب پر پوځي فرقې برید افغان ترهګرو کړی و.

د جولای په ۱۲ مه څو وسله‌والو د ژوب په فرقه برید وکړ او لږترلږه ۱۳ تنه یې ووژل.

پاکستاني چارواکو په پیل کې هم ادعا کړې وه چې برید کوونکي افغانان وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز بلوچ پرون چهارشنبې وویل په دې برید کې ۵ برید کوونکو برخه لرله چې ۳ یې افغانان وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې دا برید په کلکه غندي او په دې اندېښنه ښيي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي.

پرون د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د باجوړ د یکشنبې د ورځې د برید پړه هم پر افغانانو واچوله.

طالبانو مخکې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارول کېدو په اړه ادعاوې رد کړي، خو د پاکستان د تازه ادعاوو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.