متقي له قطري استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسئلو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسلو خبرې کړي دي.

د متقي او مطلق القحطاني په خبرو کې ویل شوي چې په هره برخه کې باید همکاري دوام پيدا کړي چې د افغانستان د پراختیا لپاره ګټوره تمامه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې القحطاني د افغانستان اوسنی وضعیت د قناعت وړ بللی او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې طالبانو سره تعامل وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

قطر چې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو کوربه و، د افغانستان په مسله کې په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې رغنده رول لري.

پخوا تر دې ملګرو ملتونو د نړۍ په کچه د افغانستان بشري ناورین ناوړه بللی او ویلې يې دي، نږدې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.