په باجوړ کې د وروستي خونړي برید د قربانیانو شمېر ۶۳ ته لوړ شوی

په باجوړ کې له برید وروسته د سیمې یو انځور

د خیبر پښتونخوا د باجوړ سیمې د تېرې یکشنبې ورځې خونړي برید د قربانیانو شمېر ۶۳ ته لوړ شوی دی.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په روغتونونو کې د یوشمېر ټپيانو له مړه کېدو وروسته پرون چهارشنبه دغه شمېرې خپرې کړي دي.

برید د یکشنبې په ورځ د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه وشو چې مسوولیت یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

د پاکستان دصدر اعظم شهباز شریف په ګډون بېلابېلو چارواکو د ملامتۍ ګوته افغانستان ته نیولې، خو طالب چارواکو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پخوا تر دې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، پاکستان دې د افغانانو د ملامتولو پر ځای خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي.