د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه پیلېږي

د استانې ښار یوه څنډه

ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن د اګست په درېیمه په استانه کې پيل شي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه افغان چارواکي او سوداګر دغې غونډې ته بلل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، په دغو کسانو کې هېڅ داسې کس نه شته چې د نړیوالو له خوا دې د بندیزونو په لېست کې شامل وي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وایي، د دوی د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزې نښلېدا دغې غونډې ته ورغلی دی.

د دغه وزارت په وینا، د غونډې مقدماتي مراسم پرون چهارشنبه پيل شوي دي.