د سالنګ لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي

د سالنګ د لویې لارې یوه څنډه

د سالنګ لویه لار سر له شنبې د ورځې له خوا د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان وکړ چې د سالنګ د لویې لارې د اتیا کیلومتره رغونې کار پيل شوی نو د همدې لپاره به دا لویه لار یوازې د شپې له خوا پرانیستې وي چې یوه شپه به له شمال څخه جنوب ته او بله شپه به له جنوب څخه شمال ته دا لار د ترافیک په مخ پرانیستې وي.

د افغانستان په شمال کې د سالنګ لاره یوازېنی لاره ده چې اته شمالي ولایتونه له مرکز او د هېواد له نورو سیمو سره نښلوي.

دغه لویه لاره، چې د سالنګ په تونل کې تېرېږي، یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي تل د دغې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي.