شریف: د طالبانو حکومت دې پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي.

شهباز شریف پرون دا خبره په پېښور کې د باجوړ د پېښې له ټپيانو څخه په روغتون کې د لیدنې پر مهال وکړه.

په باجوړ کې د یکشنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام، فضل الرحمان ډلې پر غونډه چاودنه وشوه.

د دې چاودنې له امله ۵۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان صدراعظم وویل چې د افغان طالبانو حکومت باید جدي ګامونه واخلي او دا خبره نوره ونه کړي چې د افغانستان له خاورې ترهګر استفاده نه کوي.

د باجوړ د چاودنې مسوولیت داعش خراسان څانګې اخیستی دی.