جګړه؛ راپور: تر اوسه د ۵۰زره اوکراینیانو یا لاس غوڅ شوی یا یې پښه پرې شوې

اوکراین کې د جګړې له کبله یوه ټپي شوې مېرمن تر درملنې لاندې ده.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې له پروسږ کال فبروري راپه‌دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی د شاوخوا پنځوس زره اوکراینیانو یا لاس غوڅ شوی یا یې پښه پرې شوې ده.

دغې ورځپاڼې دا خبر، د اټوبوک په نوم د جرمني د مصنوعي غړیو د جوړېدو د سترې فابریکې د روغتیایي چارواکو په وینا او د دې فابریکې د اسنادو له مخې، خپور کړی دی.

والسټریټ ژورنال لیکي، کره شمېرې ښایي تر دې لوړې وي.