د امریکا عدلیې وزارت: ټرمپ د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتیجې لغوه کولو هڅه کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسماً تورن کړی چې هڅه یې کړې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه لغوه کړي.

دغه تور د ټرمپ او د هغه د متحدینو پر هغو هڅو متمرکز دی چې په انتخاباتو کې یې د جوبایډن په وړاندې له ماتې سره سره د واک له سپارلو ډډه کوله او غوښتل یې چې په قدرت کې پاتې شي.

دا د ټرمپ پر وړاندې چې هڅه کوي بېرته سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي، د جنایي درېیمه دوسیه ده چې ورته پرانستل کېږي.

ټرمپ، چې د جمهوریپال ګوند له خوا یې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی، انتخاباتي ټیم یې دغه تورونه جعلي بللې او ویلې یې دي چې ولې یې دوه نیم کاله وخت ونیو چې دغه تورونه ولګول شي.