وېسټ: په دوحه کې له طالب استازو سره خبرې مفصلې او سپینې وې

د امریکايي او طالب استازو ګډ انځور

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، په دوحه کې یې د طالبانو له لوړپوړو استازو سره خبرې مفصلې او سپینې وې.

هغه دغه څرګندونې بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو له پلاوي او له افغان تکنوکراتانو سره یې په افغانستان کې د مهمو مسئلو په اړه دوه ورځنۍ ناستې پای ته ورسولې.

هغه زیاته کړې چې په دې لیدنو کتنو کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول ګډونتوب او د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د وېسټ په وینا دوه اړخیزې خبرې، مفصلې او سپینې وې او زیاتوي، اړینه ده چې د افغانانو د ملاتړ او د ګټو د خوندي کولو لپاره یې دا ډول خبرې دوام وکړي.

ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې تېره یکشنبې او دوشنبې یې په دوحه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي سره خبرې ترسره کړي دغه راز په دوو جلا ټویټونو کې ویلي چې د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د قطر د دولت له وزیرې لولوة الخاطر سره یې د افغانستان په اړه ګټورې خبرې کړي.

وېسټ ویلي له لولوة الخاطر سره یې د زده کړې او د افغان ښځو او نجونو لپاره د کاري فرصتونو د ملاتړ لپاره د قطر د هڅو په اړه بامفهمومه خبرې کړي.

رینا امیري هم ویلي چې له لولوة الخاطر سره یې د زده کړې او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د افغان ښځو او نجونو د کلک ملاتړپه اړه خپلو بحثونو ته دوام ورکړی.