زرداري: افغانستان دې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې خپل رول ادا کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره همکارۍ ته تیار دی.

بلاول بوټو زرداري پرون دغه څرګندونې په باجوړ کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو کړي چې په نتیجه کې یې د مړو شمېر تر ۵۴ زیات شوی دی.

زرداري ویلي، پاکستان له افغانستانه غوښتنه کوي چې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې خپل رول ادا کړي.

تېره یکشنبه په باجوړ کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند پر یوې غونډې د شوي برید له کبله شاوخوا دوه سوه کسان ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د دغه برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی.

پاکستاني چارواکي وخت ناوخت هلته په کېدونکو بریدونو کې هغه کسان په لاس لرلو تورنوي، چې د دوی په وینا په افغانستان کې پناه‌ځایونه لري.

خو په افغانستان کې تېر حکومت هم پر پاکستان تور لګاوه، چې په خپله خاوره کې یې د افغانستان ضد وسله‌والو ته پناه ورکړې ده.