د همیشه بهار راډیو تلوېزیون رییس: طالبانو زمونږ دفتر وتاړه

ارشیف

په ننګرهار کې د همیشه بهار راډیو تلوېزیون مسوولانو ویلي، د دوی دفتر د طالبانو د حکومت له‌خوا وتړل شو.

د دغې رسنۍ رییس اتل خان ستانکزي رسنیو ته ویلي، پرون ماښام د طالبانو ځواکونو د دوی دفتر وتاړه او خپرونې یې بندې کړې.

په جلاوطنۍ کې د خبریالانو د بنسټونو فدراسیون پرون د همیشه بهار راډیو تلوېزیون پر وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند غندلی او غیراصولي یې بللی دی.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو وسله‌وال د دې رسنۍ دفتر ته داسې وخت ننوتل، چې هلته یو روزنیز ورکشاپ روان و.

ځینو رسنیو انتقاد کړی چې دغه ډول مسایل باید د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون له خوا وارزول شي.