د قزاقستان په لوی ښار الماتا کې پرون سې شنبه په یوه لوړپوړې استوګنیزه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله لږه تر لږه ۳۱ کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
د قزاقستان د عاجلو چارو ادارې ویلي، د اور وژنې مامورین وتوانېدل دغه اور په ۹۶ دقیقو کې مړ کړي.
په بستر شویو کسانو کې ۱۶ تنه یې ماشومان دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، د خلکو ډلې ښکاري، چې د توشکو په مرسته هڅه کوي هغه ماشومان ټینګ کړي چې له ودانیو ځان لاندې اچوي.
چارواکي وايي، شاوخوا ۲۵۰ کسان له دې ودانۍ ایستل شوي او د چا د مړینې راپور نه دی ثبت شوی.
د اور د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.