روسیې د اوکراین یو روغتون په توغندي وېشتی

د پېښې سیمه

اوکرایني چارواکي وايي، په خرسون سیمه کې پر یوه روغتون د روسيې د توغندويي برید په پایله کې یو ډاکټر وژل شوی او ګڼ نور خلک ټپیان شوي دي.

په خرسون کې د پوځي ادارې مشر رومان مروچکو نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې دا برید نن په سیمه ایز وخت د ورځې په یوولسو بجو وشو.

د خرسون سیمې والي اولیسکاندر پروکودین ویلي، چې څلور روغتیايي کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د روغتون د جراحي څانګه هم په دې برید کې زیانمنه شوې.

له دې مخکې د روغتون د یوې نرسې د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې حالت یې نازک دی.