په چین کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۷ نور لادرکه دي

په چین کې د سېلابونو اوبه کورونو ته ننوتي او موټر په ډنډونو کې ډوب شوي.

د چین دولتي رسنۍ وايي، د پلازمېنې پېکېنګ په شاوخوا غرونو کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۷ نور لادرکه دي.

د چین د دولتي نشراتي شبکې 'سي سي ټي وي' د راپور له مخې د څو ورځو سختو بارانونو، چارواکي اړ کړي چې د اورګاډي تمځایونه وتړي او په زیان منونکو سیمو کې خلک د ښوونځیو جیمنازیومونو کې ځای پرځای کړي.

د راپور له مخې د سېلابونو اوبه کورونو ته ننوتي او موټر په ډنډونو کې ډوب شوي.

د پېکېنګ لپاره چې معمولاً یې هوا معتدله او وچه ده، د ورښت وروستی کچه ډېره غير معمولي ده.

د چین په شمالي نورو برخو کې هم د زیاتو ورښتونو له امله چې بې ساري بلل شوي، راوتلو سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.