د پاکستان روپیو خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړ

د پاکستانۍ روپۍ او امریکايي ډالر

د پورونو له ترلاسه کولو سره سره د پاکستان روپیو پرون دوشنبې نور ارزښت هم له لاسه ورکړ.

د پاکستان مرکزي بانک یا سټېټ بانک وايي چې د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت صفر اعشاره صفر ۷ سلنه ولوېد.

پرون د بانکونو ترمنځ یو ډالر په ۲۸۶ اعشاریه ۶۴ روپۍ تبادله کېده، خو د کراچۍ د اسعارو په بازار کې هر ډالر په ۲۹۲ روپۍ تبادله شو.