په پاکستان کې د یوه مړ شوي افغان غرختونکي مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو

افغان غرختونکی علي اکبر سخي د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې له یو شمېر بهرنیو غرختونکو سره په پاکستان کې د 'کې ټو' څوکې ته د ختلو په لار کې د زړه د سکتې له امله ساه ورکړه.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو په کنترول کې دی، پرون دوشنبې د 'کې ټو' یا K2 په څوکه کې د وفات شوي افغان غرختونکي علي اکبر سخي مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره.

دغه افغان غرختونکی د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې له یو شمېر بهرنیو غرختونکو سره په پاکستان کې د 'کې ټو' څوکې ته د ختلو په لار کې د زړه د سکتې له امله ساه ورکړه.

کې ټو د همالیا تر یورسټ وروسته د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده.