طالبانو له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو د نښه کولو د پلان تطبیق پیل کړی

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي سیمې یو انځور

د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو وزارت وايي، له پنځو ګاونډیو هېوادونو سره یې د افغانستان د پولو د نښه کولو د پلان تطبیق پیل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر نورالله نوري پرون دوشنبه د خپل وزارت د کارونو په اړه د راپور ورکولو په ترڅ کې وویل، له ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان د پولو د نښه کولو چارې په ځینو برخو کې بشپړې شوي دي.

ده د پاکستان یادونه ونه کړه.

افغانستان د پاکستان په شمول له شپږو هېوادونو سره پوله لري.

تر دې مخکې ځینو افغانانو ادعا کړې چې د افغانستان لور ته د امو سیند د بهیر د بدلېدو له کبله د افغانستان د خاورې ځینې برخې شمالي ګاونډیانو ته پاتې شوي دي.