د طالبانو حکومت: امریکایي پلاوي سره مو دوحه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي

د طالبانو حکومت وايي پلاوي یې په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې پر لارو چار، د تورو لیستونو او بندیزونو د لیرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې او بشري حقونو پر مسایلو خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت او متحدو ایالتونو پلاوي پرون او نن د قطر په پلازمېنه کې راټول شوي او د افغانستان پر اړوندو مسایلو خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د پلاوي ټینګار دا و، چې د اعتماد جوړونې لپاره تور لیستونه او بندیزونه باید لیرې او د افغانستان بانک زېرمېا زادې شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر د دې خبرې ستاینه کړې چې د افغانستان پر بانکونو ډېری محدودیتونه لېرې شوي او معاملات یې آسانه شوي.

امریکايي لوري تراوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.