په خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی

په باجوړ کې د پرونۍ پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر۴۳ ته پورته شوی دی.

برید کې چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام پر یوه غونډه شوی، نږدې ۲۰۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي.

د پاکستان پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې برید ځانمرګی و او د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا شوی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا 'ټي ټي پي' برید غندلی او اسوشېټېډپرېس اژانس ته یې ویلي، د برید هدف د پاکستاني اسلامپالو کمزوري کول دي.