په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ډیالوګ ضروري وبلل شو

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د کابل لپاره د ترکیې د سفیر جهاد ارګینای په کتنه کې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضروري وګڼل شو.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړه لوریو پرون په کابل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو.

د اعلامیې له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي تعلیم د ټولنې حیاتي اړتیا وبلله او افغان ځوانانو ته یې د ترکیې له خوا د تحصیلي بورسونو د ورکړې مننه کړې ده.