د منځنۍ اسیا سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویم مقام خپل کړ

د افغانستان او ترکمنستان د فوټسال لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه.

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پرون په خپل فېسبوک کې لیکلي چې افغانستان د ترکمنستان په ماتولو سره دغه مقام خپل کړ.

افغانستان په دې لړ کې پنځه مسابقې وکړې چې درې یې وګټلې، یوه یې مساوي شوه او یوه یې وبایلله.

د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالۍ د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ په دوشنبې ښار کې وشوې.