زیلینسکي: جګړه د روسیې قلمرو، سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته ستنېږي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي خبرداری ورکړ، له دې انکار نه شي کېدای چې جګړه به روسیې ته غځېږي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د روسیې چارواکي اړ شول د یوې بې‌پېلوټه الوتکې د وړمې شپې تر حملې وروسته د مسکو یو بوخت هوايي ډګر د لنډ وخت لپاره وتړي.

زیلینسکي پرون په یوه ویډیو کې وویل: "جګړه به په تدریجي ډول د روسیې قلمرو، سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته ستنېږي."

د زیلینسکي په وینا دا یوه نه انکار منونکې، طبیعي او کاملاً عادلانه پروسه ده.

هغه په ضمن کې اوکراینیانو ته هم خبرداری ورکړ، چې باید د اوکراین پر اساسي تاسیساتو د روسیې نورو حملو ته چمتووالی ولري.