طالبانو په هرات کې د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې سوځولي

ارشیف

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې پرون یکشنبې وسوځولې.

د فرانسپرېس آژانس د راپور له مخې د دې ادارې مشر عزیزالرحمن المهاجر ویلي چې د موسیقي خپرېدل او غږول یې د اخلاقي فساد او د ځوانانو د بې لارې کېدو سبب کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، پرله‌پسې داسې سخت قوانین او مقررات وضع کړي چې هغه له اسلام څخه د دوی د سخت تفسیر ښکارندوی دی.

طالبانو په وروستي اقدام کې په ټول افغانستان کې د ښځو پر سینګارخونو هم بندیز ولګاوه چې له امله یې شاوخوا شپېته زره ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې.