د خوړو نړیوال پروګرام: په میلیونونه افغانان خوړو ته کافي لاسرسی نه لري

ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې بې وزله مېرمنې او ماشومان

د خوړو د نړیوال پروګرام یو جګپوړی چارواکی په افغانستان کې د خوړو ستونزه په نړۍ کې تر ټولو لویه ستونزه بولي او وایي په دې هېواد کې په میلیونونو کسان خوړو ته کافي لاسرسی نه لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مرستیال او د عملیاتو مشر کارل سکاو پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې نن ورځ په تاریخ کې د خوړو او تغذیې تر ټولو لوی بحران دوام لري او زیاتوي چې تر ټولو زیات افغانستان په ناوړه وضعیت کې دی.

د هغه په خبره په دې هېواد کې ۱۶ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دې چارواکي ویلي چې ملګري ملتونه د بودیجې د کمښت له امله مجبوره شوي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې له میلیونونو خلکو سره د خوړو، نغدو پیسو او نورو برخو کې مرستې کړي.