د امریکا هوايي شرکتونه د افغانستان له فضا د تېرېدو لړۍ پیلوي

ارشیف

د امریکا د هوایي چلند فدرالي ادارې امریکایي هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړې چې په څو اوونیو کې د افغانستان پر فضا د تېرېدو لپاره الوتنې له سره پیلولی شي.

د ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې د دې ادارې د پرېکړې له مخې به الوتنې په ۳۲ زره فوټه یا څه کم لس زره متره ارتفاع کې د افغانستان په هوایي قلمرو کې الوتنې کوي چې د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې له شرایطو سره اړخ لګوي.

د دغې ادارې لارښود د غړیو هېوادونو له هوایي شرکتونو څخه غواړي چې ملکي الوتنو ته د موجودو احتمالي ګواښونو او په ټیټه ارتفاع کې د عملیاتي زیات خطر له وجې دې له ۳۲ زره فوټه ټیټې ارتفاع کې له الوتنو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند ادارې یوه جګپوړي چارواکي په دې شرط چې نوم یې په ډاګه نه شي ازادي راډیوته یوازې دومره تایید کړه چې په دې اړه د دواړو لورو ترمنځ یوه هوکړه شوې، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د نړیوالو الوتنو پرمخ د افغانستان د هوايي قلمرو د بندېدو له امله د هند د شمالي برخې په شمول د لوېدیځو او ختیځو سیمو ترمنځ الوتنو خپله لاره چپ کړې چې ورسره واټن او هم د الوتنو وخت زیات شوی دی.