اسټرالیا د سقوط شوې الوتکې د احتمالي مړو نومونه اعلان کړل

په اسټرالیا کې د الوتکې د سقوط یوه مخکېنۍ پېښه

د اسټرالیا لوی درستیز نن یکشنبه د هوايي ځواک د څلورو هغو غړو نومونه خپاره کړل، چې وېره کېږي د پوځ د یوې څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې به مړه شوي وي.

د جمعې ناوخته د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو دغه MRH-90 ډوله الوتکه د کوینس­لنډ ساحل ته څېرمه سمندر ته نسکوره شوه.

دغې الوتکې په هغو پوځي تمریناتو کې برخه اخیسته، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسټرالیا ترمنځ پلان شوي وو.

د اسټرالیا لوی درستیز ډګر جنرال سایمن ستو-ارت نن یکشنبه په سیډني کې له رسنیو سره په خبرو کې د دغو څلورو هغو پوځیانو نومونه خپاره کړل.

دوی په سیډني کې د پوځ د شپږم هوايي غونډ غړي وو.

د لوی درستیز په وینا د دغو کسانو د پلټنې عملیات روان دي او هدف خپلو کورونو ته د دوی ستنول دي.