د چین پلازمېنه پیکنګ او د دغه هېواد د شمال نورې برخې د احتمالي سختو اورښتونو او د دوکسوري په نوم د استوايي توپان د راتلو له خطر سره مخامخې دي.
د چین د هواپېژندنې ادارې پرون په پلازمېنه پیکنګ کې د سختو اورښتونو جدي خبرداری خپور کړ او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې دباندې دې نه راوځي.
د دوکسوري په نوم توفان تر دې مخکې د چین ساحلي ولایت فوجیان وځاپه او بیا نورو برخو ته خپور شو.
د چین د پلازمېنې پیکنګ په تیانجین ښار او دوو شمالي ولایتونو هیبی او شانشي کې د خرابې هوا جدي خبرداری خپور شوی دی.
د چین دولتي خبري اژانس سینهوا راپور ورکړی، چې د دوکسوري په نوم توپان په فوجیان ولایت کې تر اته سوه زرو ډېر کسان زیانمن کړي او د ۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت یې مالي زیانونه اړولي دي.