راپورونه: سعودي به د اوکراین په اړه د یوې سرمشریزې غونډه کوربه وي

د اوکراین ولسمشر او د سعودي ولیعهد په جده کې د څه موده وړاندې لیدنې پر مهال

سعودي عربستان به د اګسټ میاشتې په لومړیو کې د اوکراین په اړه د یوې تنظیم شوې سرمشریزې کوربه وي.

د سعودي یوه چارواکي د شنبې په ورځ اسوشېټېډ پریس اژانس ته ویلي، په دې غونډه کې به په اوکراین کې د روسیې پر روانه جګړه خبرې وشي.

ریاض او کییف د دغو پلان شویو خبرو راپور سم دلاسه تایید کړی نه دی.

دغه چارواکي، چې پر دې موضوع یې په عامه د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط اژانس ته ویلي، دغه سرمشریزه به د سره سمندرګي په بندري ښار جده کې وشي.

د یاد شوي چارواکي په وینا، په دغو خبرو کې به د اوکراین تر څنګ برازیل، هند، جنوبي افریقا او ګڼ نور هېوادونه برخه ولري.

د هغه په خبره، په دغو خبرو کې به د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې یو لوړ-رتبه چارواکی هم شامل وي.

سرچینې ویلي، د دې سرمشریزې نظارت به کییف کوي او داسې نه ښکاري چې روسیه دې هم په کې برخه ولري.