په برېتانیا کې د مسلمانانو ۵۷ مه کلنۍ غونډه، چې پرون پیل شوه نن هم دوام لري.
پرون (د جولای ۲۹مه) د دې غونډې په لومړۍ ورځ اسلامي پوهانو ټینګار وکړ، چې د نړۍ ټول مسلمانان باید اوږه په اوږه، د یوې ټولنې په څېر د یوبل ترڅنګ ودرېږي.
دا غونډه د احمدیه فرقې په کوربه توب او د نژدې پنځه زره رضاکارانو په مرسته د همپشایر ښار په اوکلنډ فارم الټن سیمه کې جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د ګډون لپاره له برېتانیا او نورو هېوادونو څخه شاوخوا ۴۰ زره کسان په همپشایر کې راټول شوي دي.