داعش د سوریې د وروستیو بمي بریدونو مسوولیت منلی

د وروستیو چاودنو یوه څنډه

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د سوریې په دمشق کې د پنجشنبې ورځې د بمي بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست.

په دغو بریدونو کې ۶ تنه ووژل شول.

داعش پرون (جمعه) په خپله اعماق ویبپاڼه کې اعلان کړی، چې د پنجشنبې په ورځ د دوی څو تنه بریالي شول چې د سیده زینب په سیمه کې د سوریې د امنیتي ځواکونو او ملېشو امنیتي کمربندونه مات کړي.

د سیده زینب سیمه د دمشق په جنوب کې ده او د شیعه زیارت کوونکو تر ټولو مشهوره مېنه ګڼل کېږي.

داعش ادعا کړې چې په دې بمي برید کې یې ۱۰ تنه وژلي او ۴۰ نور ژوبل کړي دي.

خو د سوریې د کورنیو چارو وزارت د ۶ تنو وژل کېدا او د ۲۳ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.