د مالي مرستو کموالی؛ په ۳۸ هېوادونو کې به د ملګرو ملتونو مرستي کمې یا ودرول شي

په عراق کې د خوړو نړیوال سازمان د مرستو یو مخکینی انځور

ملګري ملتونه چې له مالي ستونزو سره مخامخ شوي، په نړۍ کې میلیونونو کسانو ته مرستې دروي.

دا خبره د ملګروملتو یوه چارواکي پرون (جمعه) وکړه.

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي مرستیال کارل سکاو په یوه خبري غونډه کې وویل، د هغو ۸۶ هیوادونو په منځ کې چې د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پکې فعال دی، لږترلږه په ۳۸ هیوادونو کې یې مرستې کمې شوي او یا به ژر کمې شي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، سوریه، یمن او لوېدیځه افریقا هم شامل دي.

د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویندوی وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو میاشتو کې د بودجې د سخت کمښت له امله ډبلیو ایف پي اړ شوه چې خپل بیړني حالت ته د ځواب ویلو په برخه کې د مرستې رسولو له ډلې څخه ۸ میلیونه کسان کم کړي اوهم دې ته اړ شوه چې د خوراکي توکو کچه ان په هغو سیمو کې چې د خوړو د نه خوندیتوب سطحه پکې ډېره لوړه ده، هم کم کړي."